انصار: (د میزان ۱۱ مه)، رویټرز خبري اژانس د ایران د یوه جګپوړي چارواکي له قوله ویلي چې ستر مشر علی خامنه ای پر اسراییلو د توغندیو د برید امر کړی دی.
هغه زیاته کړه چې ایران "هر ډول غبرګون" ته چمتو دی. ایران پر اسراییل تر ۲۲۰ توغندي ویشتي دي.
د ایران جګپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي چې ستر مشر خوندی ځای ته تللی دی.
په ملګروملتونو کې د ایران دایمي ماموریت هم په ایکسپاڼه کې یو پوسټ خپور کړ او په اسراییل باندې د ایران د توغنديي برید یې د اسراییلو کړنو ته " منطقي، او قانونی ځواب" وباله.
په اعلامیه کې ویل شوي، که چېرې اسراییل دې برید ته ځواب ووایي، نو د ایران له لوري به "له لا سخت غبرګون" سره مخامخ شي.
د ایران سپاه پاسداران یا انقلابي ځواک په یوه اعلامیه کې، چې په اسراییل باندې د ایران د توغندويي برید له اعلان څخه څو دقیقې وروسته خپره شوه ویلي چې دوی د اسماعیل هنیه، حسن نصرالله او عباس نیلفوروشان د وژنې په غبرګون کې "د اشغالي سیمو زړه" په نښه کړی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33716